د كال 2025 مزدور ورځې تر مخه د اېن آئي آر سي او د آئي اېل او نړيوال كنفرنس به (نن) كېږي

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د نېشنل انډسټريل ريليشنز کميشن (اېن آئي آر سي) او د انټرنيشنل ليبر آرګنائزيشن (آئي اېل او) په اشتراك سره به (نن) د مئي په وړومبۍ نيټه اسلام آباد كښې يو تاريخي نړيوال كنفرنس كېږي٬ په پاکستان نيشنل کونسل آف دي آرټس كښې كېدونكې د دې كنفرنس موضوع “بدلون سره همكاري” اېښوې شوې چې مقصد ئې په پاکستان كښې د خواري كښو د حقونو، صنعتي همغږي او د عالمي معيار سره همكاره قانون سازۍ ته ودې وركولو له مكالمه او مشاورت زياتول دي۔ دا وړٶمبۍ موقع ده چې د كال 1969 نه وروستو چې اېن آئي آر سي د دې نوعي قامي كنفرنس كوي٬ چې پكښې به وفاقي وزيران، د سپريم کورټ او هائي کورټ ججز، د مزدور يونينز مشران، د صنعتي ادارو مالکان، قانوني پوهان او د آئي اېل او اعليٰ نمائندګان ګډون كوي۔ د کنفرنس مشري به اېن آئي آر سي چيئرمېن جسټس (ر) شوکت عزيز صديقي كوي او د پرانستې وېنا به هم كوي٬ د دې نه وروستو به نوموړې قانون دان بيرسټر ظفرالله خان په “اسلام كښې د مزدور په آجر حقونو او فرائض” د خيالاتو څرګندونه كوي٬ د سپريم کورټ جسټس جمال خان مندوخيل به د “پاکستانۍ عدليه د مزدورانو د حقونو تحفظ په حواله په هلو ځلو” کليدي وېنا كوي٬ د وړٶمبي سېشن مشري به د سپريم کورټ پخوانے جج جسټس (ر) خليل الرحمن رمدے كوي او د دې سېشن موضوع به “انډسټريل هارمني اينډ سوشل ډائيلاګ” وي چې پكښې به د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) منيجنګ ډائريکټر محمد عاصم کيچھي، د زرعي پرمختيائي بېنك صدر طاهر يعقوب بھټي، د پاكستان رېلوېز ايډيشنل سيکرټري شعيب عادل، د يوټيلټي سټور کارپوريشن اېم ډي فېصل نثار چوهدري، د جيو ټي وي سي اي او مير ابراهيم رحمان او د يوني ليور پاکستان ډائريکټر سراج حسېن د صنعتي ادارو د نمائندګانو په حېث او د ټريډ يونينز مشران به په پينل ډسکيشن كښې شامل وي۔
۔