
ملګري ملتونه ۔30 اپرېل(اے پی پی) پاکستان وئيلي دي په غزه كښې د اسرائيلي ناكه بندۍ د لاسه 20 لكه څخه زيات فلسطيني وګړي د قحط خلې ته رسېدلې دي، نړيواله ورورولي دې د 3 مياشتو څخه روانه د اسرائيل ناكه بندي ختمولو له پريكنده اقدامات وكړي او ګردې نړۍ څخه د بشري خواخوږۍ په بنياد لېږلې شوې مرسته دې جنګ ځپلو سيمو ته د رسولو اجازه وركړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د 15 كسيزه سلامتي كونسل غونډه كښې د منځني ختيز په وضعه د اعلی كچې بحث په مهال ووئيل د غزہ ناكه بندي اوس بايد ختمه كړې شي۔ ده د سمدستي او مستقل جنګ بندۍ غوښتنه هم وكړه۔ ده ووئيل د جنګ بندۍ نه ځانله نه خو په غزه كښې د وګړو تحفظ امكان لري او نه دغلته د مرستې سامان رسېدے شي۔ په داسې حال كښې سياسي عمل هم ممكن نه دے۔ پاكستاني استازي په دې خبره زور راوړو چې لوږه د جنګي وسلې په توګه كارېدې نه شي٬ د مرستې مخنيوي څوك هم نه شي كولې ۔ ده ووئيل د غزه د وګړو اجتماعي سزا بايد ختمه كړې شي۔ پاكستاني استازي په خپل ريماركس كښې ووئيل د قبضې له ختمولو پرته د تشدد ختمول به په سباؤن كښی نورې شخړې رامخې ته كړي۔ ده ووئيل فلسطینی وګړي د يو باور وړ او بېرته نه ګرځېدونكې سياسي لارې حق لري او يو خپلواكه او د عمل وړ رياست فلسطين بايد جوړ كړے شي كوم چې د كال 1967 څخه په وړاندې پولو مشتمل وي او پلازمينه يۍ القدس الشريف وي۔ ده ووئيل پاكستان په دې خبره باور لري چې پرله پسې قبضې سره په منځني ختيز كښې امن راتلے نه شي او نړۍ له به دا حقيقت تسليمول وي۔ پاكستاني استازي د شخړو بنيادي سببونو حل كولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل مونږ له به د دې مقصد ترلاسه كولو او د ملګرو ملتونو د چارټر او ټولو خلقو له د نړيوال قانون لوظ په ځاے ساتلو له په ګډه كار كول وي۔ په دې موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېش بحث پېل كولو سره د خوراک، ایندھن او درملو وړولو د روانې ناكه بندۍ غندنه وكړه چې له امله يۍ 20 لكه څخه زيات فلسطيني وګړي بشري بېړنۍ وضعې سره مخ شوي دي۔ دغسې ده په غزه كښې د فوري او تلپاتې جنګ بندۍ ٬ د ټولو يرغمال شوو په غېر مشروط توګه د خوشی كولو او د بشري مرستې رسنې غوښتنې تكرار كړې