پاکستان كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ بهلا امكانات موجود دي٬ تل پاتې او ګټور پرمختګ لپاره ماحول سازګار دے۔ نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ بهلا امكانات موجود دي٬ تل پاتې او ګټور پرمختګ لپاره ماحول سازګار دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ “ډيجيټل فارن ډائريکټ انوسټمنټ فورم 2025” ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل دا فورم د پاکستان نيشنل ډيجيټل وژن سره مطابقت لري٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل ډي اېف ډي آئي د پاکستان آئي ټي څانګې پحقله مهم سنګ ميل دے۔ ده پرمختګ لپاره د ډيجيټل انفراسټرکچر په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل نړيوال ماركيټ ته رسنې لپاره ډيجاټزيشن ډېر ضروري دے٬ نائب وزيراعظم ووئيل مصنوعي ذهانت او آئي ټي د پاکستان معيشت ته نوې شكل وركوي٬ ده ووئيل نن په نړۍ كښې ډيجيټل معيشت وده مومي٬ پاكستان د نړيوال معيار ډيجيټل پوهان لري۔ اسحاق ډار ووئيل مونږ د ځوانانو ډيجيټل فورس لرو٬ ډيجيټل نيشن د پاکستان ايکټ ډيجيټليشن په اړه ځانګړې قانون سازي كړې۔ ده ووئيل پاکستان د ډيجيټل کوآپريشن آرګنائزيشن (ډي سي او) په باني غړو كښې شامل دے، پاکستان د ډي سي او صدارت سنبھالولو لپاره چتمو دے۔ اسحاق ډار د ډيجيټل فارن ډائريکټ انويسټمنټ فورم ګډون كوٶنكو هركلي كولو سره ووئيل دوه ورځنے فورم به د هېواد او غېر ملكي ستازو لپاره ګټور ثابت شي۔ ده ووئيل پاكستان كښې په دريو كښې دوه برخې وداني د 30 كالو نه د كم عمر لرونكو ده٬ مونږ د ځوانانو ډيجيټل فورس لرو٬ په اسلام آباد كښې په فورم كښې د بېلا بېلو هېوادنو پلاوي ګډون كوي او په لويه شمېره د هېواد او غېر ملكي كمپنو او اسټارټ اپس د خپلو مصنوعاتو نمائش كوي٬ د ګردې نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو وزيران او بېلا بېل پلاوي هم په دې مهم فورم كښې ګډون كوي٬ فورم كښې د آئي ټي د نوموړو كمپنو سي اي اوز هم ګډون كوي ٬ د ډي اېف ډي آئي فورم 2025 اهتمام د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن ډيجيټل کوآپريشن آرګنائزيشن (ډي سي او) په مرسته كېږي چې مقصد ئې پاکستان د ډيجيټل سرمايه کارۍ، په ډيجيټل معيشت كښې د ترقۍ او د جدت طرازۍ کليدي مرکز جوړول دي۔ نائب وزيراعظم ووئيل د دوه ورځني فورم تابيا به پاکستان ته تر ګلوبل مارکيټ رسنه ترلاسه شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان له په نړيواله كچه د موقعو څخه ګټه پورته كول پكار ده۔