سټيټ بنك به د زري پاليسۍ اعلان د مئي په 5 مه نيټه كوي

اسلام آباد۔30 اپرېل(اے پی پی) سټېټ بنك آف پاكستان به د زري پالېسۍ اعلان د مئي په 5 مه نېټه د ګل په ورځ كوي۔ د شورو په ورځ د سټېټ بنك لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د بنک دولت پاکستان د زري پالېسۍ كمېټۍ (اېم پی سی) غونډه به د ګل په ورځ د مئي په 5 مه نېټه كيږي په كومه كښې به چې د زري پالېسۍ په اړه پرېكړه كولې شي۔ وروستو به هم په دغه ورځ سټېټ بنك د يو پرېس ريليز د لارې زري پالېسي بيان جاري كړي۔