هند راتلونكو 24 څخه 36 ساعتونو کښې د پهلګام پيښه جواز جوړولو سره د پاكستان په ضد د پوځي كارروايۍ اراده لري ، پاکستان سيمه كښې د هند لخوا د مدعي، قاضي او جلاد ټاکل شوے رول سختۍ سره مسترد كوي:عطا تارړ

اسلام آباد، 30 اپرېل (اې پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطا تارړ ويلي دي چې پاکستان مستند استخباراتي معلومات لري چې راتلونكو 24 څخه 36 ساعتونو کښې د پهلګام پېښې سره تړلې بې بنسټه او خود ساخته تورونه بنياد جوړولو سره هند د پاكستان په ضد د پوځي كارروايۍ كولو اراده لري۔د نهې په ورځ په خپلو خصوصي خبرو كښې وفاقي وزیر وویل پاکستان د هند په سیمه کښې پخپله د مدعي، قاضي او جلاد ټاکل شوے رول سختۍ سره مسترد كوي۔ ده په ډاګه كړه چې پاکستان له دوه لسیزو راهیسې د ترهګرۍ ښکار دے او نړۍ کښې یې د هر ډول ترهګری سخته غندنه كړې ده۔ عطا تارړ وویل چې د پهلګام د برید وروسته پاکستان د مسؤل هېواد په توګه د حقایقو معلومولو او د پېښې محرکات په ګوته كولو له پراخا سينې سره د آزادو او بې پرې پلټنو پېشكش وكړو خو له بده مرغه هند غیر معقوله چلند غوره کړو او د شخړې لار ته لاړ چې دا به په سیمه او نړۍ کښې ویجاړونکي نتيجې ولري۔ ده وویل چې له بې پرې پلټنو څخه تېښته خپله د هند اصل مقصد څرګندوي۔ د سیاسي اهدافو لپاره په قصدي ډول د خلکو احساسات پارول او پرېکړې کول ناوړه او د افسوس وړ دي۔ وفاقي وزیر څرګنده کړه چې پاکستان په کلکه ټینګار کوي چې د هند د هر ډول پوځي اقدام به قوي او پرېکنده ځواب كولے شي۔ ده وويل نړیواله ټولنه باید پوه شي چې د جګړې د ویجاړونکو نتيجو مسؤلیت یوازې په هند دے۔ عطا تارړ وویل چې د پاکستان اولس به د خپلې خپلواکۍ او سیمیزې بشپړتیا دفاع په هر قیمت ترسره کوي۔