د پاکستان او قزاخستان ترمېنځه تجارتي روابط جوړول زمونږ ترجيح ده ۔ د وزيراعظم شهباز شريف د قزاخستان د ټرانسپورټ وزير مرات کاراباييو سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد۔ 29 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاکستان او قزاخستان ترمېنځه تجارتي روابط جوړول زمونږ ترجيح ده٬ د رېل لنك منصوبه به ګردې منطقې لپاره ګېم چېنجر ثابت شي كوم چې د مېنځنۍ آسيا هېوادونه ګوادر پورټ سره وتړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د قزاخستان د ټرانسپورټ وزير مرات کاراباييو سره كړې چا چې وزيراعظم ليدلي۔ وزيراعظم د قزاخستان صدر قاسم جومارت توکايف لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل چې د قزاخستان صدر سره په سعودي عرب كښې ورلډ واټر سمټ په مهال د نتيجې وړ ملاقات شوې۔ وزيراعظم تېره كال د قزاخستان د خپلې دورې ذكر هم وكړو۔ ده ووئيل د قزاخستان د صدر د پاكستان دورې ته سترګې په لاريو٬ دا دوره د نتيجې وړ جوړولو لپاره به په لائحه په تند رفتارۍ سره كار كولې شي، پاکستان او قزاخستان ترمېنځه د رېل لنك پحقله په فيزيبليټي دې کار پېل كړې شي۔ وزيراعظم د پاکستان او قزاخستان ترمېنځه د رېل لنك منصوبه به ګردې منطقې لپاره ګېم چېنجر ثابت شي كوم چې د مېنځنۍ آسيا هېوادونه ګوادر پورټ سره وتړي، د رېل لنك فزيبيټي او د تکنيکي معاملو په اړه به يو پلاوې ډېر زره د قزاخستان دوره وكړي، قزاخستان په پاکستان كښې په مارشل آرټس او د شطرنج په وده كښې ماهرانه كردار لوبولې شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ت مېنځه د تعليم په څانګه كښې د مرستې بلها استعداد موجود دے٬ د پوهنتونونو په پاکستان كښې د کيمپسز پرانستلو په اړه موقعې موجود دي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نېغ په نېغه فلائټس په اړه دې پي آئي اے لائحه جوړ كړي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه بزنس ټو بزنس اړيكې جوړول زمونږ ترجيح ده ۔ په ملاقات كښې د زراعت، معيشت، تجارت، سرمايه کاري، آئي ټي او د مواصلاتو په څانګو كښې د مرستې په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د قزاخستان وزير په تود هركلي او كوربتوب د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل چې د قزاخستان سوداګر او سرمايه كار پاكستان سره بزنس ټو بزنس اړيكې جوړولو په اړه د دلچپسي څرګندونه كړې ده۔ پاکستان او قزاخستان مشترکه بين الوزارتي کميشن 13مه غونډه كښې په لس څانګو كښې د مرستې په اړه په فرېم ورك لاسليك شوې٬ د دې نه علاوه په معاشي اړيكو كښې مضبوطيا، د اطلاعات او كلتور، ټيکسټائل او د معدنيات په څانګو كښې د مفاهمت په يو شمېر ياددښتونو لاسليك هم شوې۔ ده ووئيل چې د قزاخستان سوداګر او سرمايه کارو يو پلاوي هم د پاكستان په دوره دے٬ پلاوي د کراچۍ او د ګوادر بندرځايونو دوره هم كړې ده او په كراچۍ كښې بي ټو بي ملاقاتونه هم شوې دي۔ په ملاقات كښې وفاقي وزيران عبد العليم خان، احد خان چيمه، عطاء تارړ، حنيف عباسي ، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او اړوند لوړ پوري موجود وو۔