د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د هنګري د خارجه چارو وزير پیټر سیجارتو سره ټيليفوني خبرې

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د هنګري خارجه چارو وزير پیټر سیجارتو سره ټېليفوني خبرې اترې كړي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د هنګري خارجه وزير روانې سيمه ايزې وضعې څخه خبر كړو۔ده د پاكستان په ضد د هند بې بنسټه پروپېګنډه او يو اړخيزه غېر قانوني اقدامات په سختۍ سره رد كولو سره وئېلي چې سندھ طاس لوظنامه ملتوي كول د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده۔نائب وزيراعظم د امن او استحكام ودې لپاره د پاكستان د عزم پخلې كولو سره د خپلو قومي ګټو دفاع لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ خارجه وزير پيټر سيجارتو د خبرو اترو او د مسئلو سولييز حل د لارې د وضعې كمولو په اهميت زور راوړو۔نائب وزيراعظم د خارجه وزير پيټر سيجارټو اوسنۍ اسلام آباد دورې نه پس په دوه اړخيزه اړيكو كښې رامخې ته شوې پېشرفت هم وستائېلو