
اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) سينيټ د كيميائي او مهلك وسلو مخ نيوي په كنونشن د عملدرآمد بل 2025 په متفقه توګه منظوري وركړې۔ د نهې په ورځ د سينيټ په غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ په دې بل قائمه كمېټۍ څخه په منظور شوي صورت كښې د غور كولو تحريك وړاندے كړو۔د تحريك منظورۍ نه پس ده دا بل په ايوان كښې وړاندې كړو۔ د دې نه پس د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر ايوان څخه د بل منظوري واخسته۔ سينيټ په متفقه توګه د دې بل منظوري وركړه۔ د دې څخه وړاندې د خارجه چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سينيټر عرفان الحق صديقي د دې بل په په اړه د قائمه كمېټۍ رپورټ ايوان ته وړاندې كړو