د آئي ټي څانګه كښې به بهرنيو سرمايه كارو ته هر ډول ممكنه آسانۍ وركولې شي٬ د 70 كروړ ډالرو سرمايه كاري به د ځوانانو صلاحيتونه رامخې ته كولو كښې مرستياله ثابت شي: د وزيراعظم ډيجيټل فارن ډائريکټ انويسټمنټ کنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د آئي ټي په څانګه كښې بهرنيو سرمايه كارو ته به هر ډول ممكنه آسانۍ وركولې شي٬ په څانګه كښې د 70 كروړ ډالرو سرمايه كاري به د ځوانانو صلاحيتونه رامخې ته كولو كښې مرستياله ثابت شي، په مصنوعي ذهانت او په آئي ټي كښې د ځوانانو د تعليم او تربيې لويه منصوبه جوړه كړې شوې ده٬ زراعت، صنعت، برآمدات او په نورو څانګو كښې آئي ټي او اے آئي څخه استفاده كېږي۔ د نهې په ورځ ډيجيټل فارن ډائرېکټ انوېسټمنټ کنفرنس ته د وېنا په مهال وزيراعظم ګردې نړۍ څخه د ډيجيټل استازو په كنفرنس كښې د ګډون هركلي كولو سره ووئيل د 11 ملګرو هېوادونو د آئي ټي وزيرانو٬ دوهم وزيرانو او د آئي ټي پوهانو ته په پاكستان كښې هركلے وايوو ۔ وزيراعظم ووئيل ډيجيټل نړۍ نن په ټولو څانګو كښې غېر معمولي اثر لري٬ د دوه لسيزو په مقابله كښې نننۍ ډيجيټل نړۍ بېخي بدله شوې ده٬ مونږ پخپل دور كښې په مېرټ ځوانانو له 4 لكه لېپ ټاپ وركړي٬ د نړيوال بنك د پروګرام له مخې كليوال معيشت په خاص توګه ايګريکلچرسټ مو ډيجيټائز كړي۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان 60 فيصده آبادي په ځوانانو مشتمل ده څوك چې په ډيجيټل نړۍ كښې ترلاسه موقعو څخه استفاده كولې شي٬ د پاکستان ځوانان زيات صلاحيت لري او دوي د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې ځانګړې خدمات ترسره كوي۔ وزيراعظم ووئيل په مارچ كښې 4 اربه 10 كروړه ډالره ترسيلات زر پاکستان ته رالېږلې شوي كوم چې د پاكستان په تاريخ كښې يو رېكارډ دے۔ ده ووئيل د كنفرنس د ګډون كوٶنكو په مرسته او لارښودنه به مونږ د دې جوګه شؤ چې د آئي ټي په څانګه كښې په نړۍ كښې ځانګړې مقام ترلاسه كړے شؤ٬ مونږ د وړاندې نه په دې څانګه كښې په لويه كچه په وفاقي او صوبائي كچه آئي ټي پارکس، انکيوبېشن سنټر، د تحقيق او ترقۍ مرکزونه او د تربيې پشمول په بېلا بېلو منصوبو عمل كوٶ٬ د نړۍ بهترين كمپنۍ سره په ګډه مو د پاكستان وړومبې سېف سټي لاهور منصوبه عملي كړې ده۔ د چين کمپني هواوے كمپنۍ سره په ګډه په كلنه توګه 2 لكه زده كوٶنكو ته د هنر مندۍ تعليم وركوٶ۔ ده ټولو سرمايه كارو كمپنو او د نارتھ امريکا پشمول نورو كمپنو ته بلنه وركړه چې ھغوي دې كركيله د عصري ټيكنالوجۍ په بنياد پورته كولو ، برآمدات زياتولو، صنعت ته وده وركولو او پاکستان كښې ګټور روزګار ته وده وركولو له مونږ سره په ګډه كار وكړي۔ وزيراعظم ووئيل په ننني كنفرنس كښې شوې اعلانونه او عزم د ډاډ وړ دي۔ وزيراعظم په دې موقع په پاکستان كښې د روسيه خپلو همكارانو سره د 50 كروړه ډالرو د سرمايه كار كولو اعلان كوٶنكو پاكستانيانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې٬ دغسې د پاکستاني فزيشنز او نورو لخوا په مجموعي توګه د 70 كروړه ډالرو د اعلانونو هم هركلے كوٶ۔ ده د ډيجيټل کوآپريشن آرفنائزيشن سيکرټري جنرل ديمااليحييٰ پشمول د نورو مېلمنو په خاص توګه مننه كولو سره ټولو ګډون كوٶنكو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره ووئيل زه به دا خوب رښتيا كولو لپاره په ذاتي توګه لارښودنه او هڅې كوم۔ وزيراعظم ووئيل غېر متزلزل عزم او ستړو سره به پاكستان د آئي ټي په څانګه كښې د نړۍ په صف كښې ودرېږي۔ د دې نه وړاندے د انفارمېشن ټېکنالوجي او ټېلي کميونيکېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ووئيل ځايي او بهرني سرمايه کار بايد پاکستان كښې د آئي ټي په څانګه كښې د سرمايه كارۍ كم مصرفه او خوندي موقعو څخه ګټه پورته كړي ٬ د آئي ټي څانګې وده د حكومت لومړۍ ترجيح ده ٬ د حکومت د غوره اقداماتو په سبب په تېرو 9 مياشتو كښې د آئي ټي په برآمداتو كښې 25 فيصده اضافه شوې ده۔ د نهې په ورځ ډيجيټل فارن ډائرېکټ انوېسټمنټ کنفرنس ته د وېنا په مهال دې ووئيل حکومت کېش لېس ټرانزېکشن پلو پام ګرځولے دے چې ورسره به په هېواد كښې معاشي انقلاب راوستلو كښې مرسته وشي۔ دې ووئيل حکومت ګرد هېواد كښې د ټېكنالوجۍ څانګې سره تړون لرونكي هر كس لپاره آسانيو ته لاس رسي باوري كولو له خاص ټيکنالوجي زونز جوړوي دې سره به سرمايه كارو ته د ټېكنالوجي په څانګه كښې سرمايه كاري كول آسان شي۔ شزه فاطمه خواجه ووئيل چې پاکستان سافټ ويئر اېکسپورټ بورډ 25 سافټ ويئرز ټيکنالوجي پارکس جوړ كړي دي چې پكښې د ټېکنالوجۍ په څانګه كښې سرمايه كارو ته د براډ بينډ پشمول نور سهولتونه وركولې شي، ګرد هېواد كښې 1900 سټارټ اپس فعال كړې شوې دي٬ تېر كال د انټرنېټ په استعمال كښې 25 فيصده اضافه شوې ده٬ يو اېس فنډ په 800 كليو كښې په زرګونو كلوميټره آپټک کيبل خپور كړې دي چې وررسره د لكهونو په شمېر خلقو ته تر انټرنېټ رسنه باوري كولو كښې مرسته شوې ده۔ دې ووئيل چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې به پاکستان د آئي ټي مرکز جوړٶ۔ غونډې ته د ۔ډيجيټل مرستې تنظيم سيکرټري جنرل ديما اليحييٰ هم وېنا وكړه