وفاقي وزير رانا ثناء سره د امريکائي سفارت سياسي سلاحكار زيك هارکن رائيډر وليدل

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د بين الصوبائي رابطو وفاقي وزير رانا ثناء خان سره د نهې په ورځ د امريکائي سفارت سياسي سلاحكار زيك هارکن رائيډر ليدلي۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬ اقتصادي مرسته او په سيمه ايزه او نړيواله كچه د شريكې خوښې په چارو خبرې اترې وشوې۔ په دې موقع رانا ثناء وويل چې پاکستان تل په منطقه كښې امن، پرمختګ او د شريك احترام په بنياد اړيكو ته وده وركوي