د هېواو او غيرملکي سرمايه کارو بايد پاکستان كښې د آئي ټي په څانګه كښې د كم لګښت او محفوظ سرمايه کارۍ موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه

اسلام آباد 29 اپري (اے پي پي) د انفارمېشن ټېکنالوجي او ټېلي کميونيکېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ووئيل ځايي او بهرني سرمايه کار بايد پاکستان كښې د آئي ټي په څانګه كښې د سرمايه كارۍ كم مصرفه او خوندي موقعو څخه ګټه پورته كړي ٬ د آئي ټي څانګې وده د حكومت لومړۍ ترجيح ده ٬ د حکومت د غوره اقداماتو په سبب په تېرو 9 مياشتو كښې د آئي ټي په برآمداتو كښې 25 فيصده اضافه شوې ده۔ د نهې په ورځ ډيجيټل فارن ډائرېکټ انوېسټمنټ کنفرنس ته د وېنا په مهال دې ووئيل حکومت کېش لېس ټرانزېکشن پلو پام ګرځولے دے چې ورسره به په هېواد كښې معاشي انقلاب راوستلو كښې مرسته وشي۔ دې ووئيل حکومت ګرد هېواد كښې د ټېكنالوجۍ څانګې سره تړون لرونكي هر كس لپاره آسانيو ته لاس رسي باوري كولو له خاص ټيکنالوجي زونز جوړوي دې سره به سرمايه كارو ته د ټېكنالوجي په څانګه كښې سرمايه كاري كول آسان شي۔ شزه فاطمه خواجه ووئيل چې پاکستان سافټ ويئر اېکسپورټ بورډ 25 سافټ ويئرز ټيکنالوجي پارکس جوړ كړي دي چې پكښې د ټېکنالوجۍ په څانګه كښې سرمايه كارو ته د براډ بينډ پشمول نور سهولتونه وركولې شي، ګرد هېواد كښې 1900 سټارټ اپس فعال كړې شوې دي٬ تېر كال د انټرنېټ په استعمال كښې 25 فيصده اضافه شوې ده٬ يو اېس فنډ په 800 كليو كښې په زرګونو كلوميټره آپټک کيبل خپور كړې دي چې وررسره د لكهونو په شمېر خلقو ته تر انټرنېټ رسنه باوري كولو كښې مرسته شوې ده۔ دې ووئيل چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې به پاکستان د آئي ټي مرکز جوړٶ۔ غونډې ته د ۔ډيجيټل مرستې تنظيم سيکرټري جنرل ديما اليحييٰ هم وېنا وكړه