اسلام آباد۔29 اپرېل(اے پی پی) نړيوال بېنك په خېبر پښتونخوا كښی سماجي خذمات ٬ ماركيټونو او روزګار ته لاس رسي لا ښه كولو له پاكستان ته د 108 ملين ډالر اضافي مالي مرستې وركولو منظوري وركړې ده۔ د نړيوال بنك دې مرستې سره به د خېبر پښتونخوا دیهی رسائی منصوبه ( کے پی آر اے پی) او خېبرپښتونخوا مربوط سیاحتی ترقی منصوبه بشپړ كولو كښی مرسته ترلاسه شي۔ د نړيوال بنك لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د خېبر پښتونخوا دیهی رسائی منصوبې لپاره د 78 ملین ډالر او کائیټ منصوبې لپاره د 30 ملین ډالر اضافی مالی مرستې منظوري وركړې شوې ده دغسې چې د دې منصوبو لاندې صحت ٬ تعليم ٬ روزګار او ماركيټونو ته لاسرسي آسانه كړې شي او د قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره د صوبې صلاحيت او استعداد زيات كړې شي۔ په پاكستان كښې د نړيوال بنك كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن ووئيل چې د كلي والو سيمو سړكونو بيا رغونې او په آفتونو د قابو موندلو صلاحيت ښه كولو د لارې دا مهمې منصوبې نه يوازې د صحت او تعليم په څير خذماتو ته لاس رسي ترلاسه كولو كښې مرسته كوي بلكې ماحولياتي او معاشي استحكام او ځايي كميونټيز له د روزګار موقعې هم رامخې ته كوي۔ دې ووئيل د دې منصوبې لاندې به انجونو لپاره سكولونو ته محفوظ او ارزانې سفري آسانۍ برابرولې شي۔ دې منصوبې څخه به په مجموعي توګه نزدې 17 لکه 60 زره وګړي استفاده وكړي۔ د منصوبې ټاسك ټيم لارښود اېم بلال پراچه ووئيل اضافي مالي مرسته د پاكستان او خېبر پښتونخوا پرمختيائي هدفونو لپاره د نړيوال بنك د عزم عكاسي كوي۔ دا منصوبه په خاص توګه د مېرمنو او انجونو ژوند كښې بهتري راوستلو كښی به مهم كردار ترسره كړي