د وفاقي وزير محسن نقوي د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمن سره ملاقات

لاهور۔29 اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نهې په ورځ په منصوره كښې د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمن سره ملاقات وكړو۔ په دې مهم ملاقات كښې د پاك هند ترمينځه په روان تاؤ تريخوالي ٬ د پولو په وضعه او قامي سلامتيا سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې وفاقي وزير حافظ نعيم الرحمن ته د نېشنل سیکورټی کونسل اوسنيو پرېكړو په اړه بريفنګ وركړو او هغه يۍ د پاكستان اصولي دريځ څخه خبر كړو۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان په هره كچه د هند د غېر منطقي اقداماتو په تناظر كښې د سولييز مګر فعاله ځواب كولو له چمتؤ دے۔ د جماعت اسلامي امير د قامي دريځ بشپړ تائيد كولو سره ووئيل د هند په معامله ټول قام د يووالي څرګندونه كوي۔ ده ووئيل د لكھونو په شمېر كشميري وګړي شهيد كوونكې هندي حكومت بايد عقل څخه كار واخلي۔ د دواړو لارښودو ترمينځه د فلسطين په روانه وضعه هم خبرې وشوې۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې محسن نقوي ووئيل هند په قصد سره د سازش د لارې د منطقې امن لمينځه وړل غواړي بياهم د پاكستان سياسي مشرتابه او قام د كوم هم هندي جارحيت په ضد يو موټے دے۔ ده زياته كړه چې پاك پوځ د هېواد دفاع لپاره چمتؤ دے ٬ په دې موقعه د جماعت اسلامي مشر لارښود لياقت بلوچ هم موجود ؤ۔