د چارو وفاقي وزير محسن نقوي مولانا فضل الرحمن سره ملاقات ٬ په پاك هند كړكيچنه وضعه او د فلسطين په مسئله د خيالاتو څرګندونه

لاهور۔29 اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نهې په ورځ د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) مشر لارښود مولانا فضل الرحمن سره مهم ملاقات وكړو چې په كښې د شريكې خوښې په چارو ٬ په منطقه كښې د پاك او هند ترمينځه په روان تاؤ تريخوالي او د فلسطين په مسئله د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې د ملاقات په مهال وفاقي وزير مولانا فضل الرحمن د هند د غېر منطقي او يو اړخيزه اقداماتو په اړه د پاكستان اصولي دريځ او د نېشنل سكيورټي كمیټۍ اوسنيو پرېكړو په اړه خبر كړو۔ محسن نقوی ووئيل هند اور سره د لوبو كولو هڅه كوي او پاكستان به د كومې هم مهم جويۍ بشپړ ځواب كوي۔ مولانا فضل الرحمن په خپلو خبرو كښې ووئيل هندي وزيراعظم نرېندر مودی د مسلمانانو دښمن دے او چرته هم چې د اسلام او مسلمانانو په ضد كوم محاذ وي هلته مودي ولاړ ليدلے شي۔ وفاقي وزير د مولانا خېريت هم وپوښتلو او هغه لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔