وفاقي وزير علي پرويز ملك د قازقستان نائب وزير اريمبيک کدائي برګن سره وليدل

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك د قازقستان د انرژۍ نائب وزير اريمبيک کدائي برګن سره ليدلي٬ په ملاقات كښې د توان په څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو پشمول د تېل او ګاز لټون٬ معدنيات او د سرمايه کارۍ په موقعو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ دا خبره د پټروليم ډويژن لخوا په جاري اعلاميه كښې شوې۔