وفاقي وزير عبدالعليم خان سوئيلي وزيرستان كښې تخريبي كاروايي وغندله

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د استحكام پاكستان ګوند صدر وفاقي وزير عبد العليم خان په سوئېلي وزيرستان كښې د تخريبي كاروائيو غندنه كولو سره وئيلي دي چې ترهه ګر د بزدلانه كاروائيو د لارې خپل ناوړه مقصدونو ترلاسه كولې نه شي او كه پاك پروردګار ته منظور وي پاك پوځ او سكيورټي ادارې به د خپلو زړورو كاروائيو د لارې ترهګر خپل انجام سره مخامخ كړي۔ ده ووئيل د هېواد د سالميت تحفظ لپاره زمونږ امنيتي ځواكونه هر وخت چمتو دي او په درې ورځو كښې 70 څخه د زيات خوارجو وژل د پاك پوځ لويه كاميابي ده۔د استحكام پاكستان پارټۍ صدر او وفاقي وزير عبدالعليم خان د امنيتي ځواكونو اهلكارو او وګړو په حق رسېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره يۍ دعا وكړه۔