
اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) صنعت او پېداور لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي چې د وزيراعظم د وژن له مخې به د فرنيچر مېنو فېکچررز برآمدات زياتولو له هر ډول ممكنه آسانۍ برابرولې شي۔ دا خبره ده د فرنيچر مېنوفېکچررز اېسوسي اېشن سره په غونډه كښې كړې۔ ده ووئيل پاکستان فرنيچر بلها صلاحيت او معياري مصنوعات لري چې پكښې په لويه شمېره د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې ادارې شاملې دي۔ ده ووئيل د وزيراعظم وژن له مخې به حكومت د فرنيچر مېنوفېکچررز برآمدات زياتولو له هر ډول ممكنه آسانۍ برابروي۔ په دې موقع هارون اختر خان سمېډا او پي آئي ډي سي ته د فرنيچر برآمدات رپورټ په راتلونكې اوونۍ كښې د وړاندې كولو امر وكړو۔