صدر مملكت په وزيرستان كښې د نورو 17 خارجيانو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په شمالي وزيرستان كښې د نورو 17 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د كاروائي په مهال د فتنه الخواج 17 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د مړانې ستائنه وكړه۔ ده د ترهه ګرو په ضد تېره ورځ له لويې كاروايۍ څخه وروستو د نورو ترهه ګرو په وژلو هم امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې ډالۍ كړې۔ ده ووئيل چې د پاكستان د امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ ختمولو كاميابه كاروائي كول خوشبين دې۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل چې د ترهه ګر عناصرو ختمولو او د هېواد دفاع لپاره زمونږ عزم قوي دے۔ ده د فتنه الخوارج بشپړه خاتمې لپاره د قومي عزم څرګندونه هم وكړه۔