
اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په شمالي وزيرستان كښې د آپرېشن په مهال د 17 خارجيانو په وژلو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې د تېرو 3 ورځو په مهال په شمالي وزيرستان كښې د 71 خارجيانو وژلو څخه دا څرګندېږي چې چې قانون نافذ كونكې ادارې د ترهه ګرۍ د ختمولو بشپړ عزم لري او بېدار دي۔ انسانيت دښمن ترهګر به دا ډول خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كوو۔ وزيراعظم ووئيل چې هېواد څخه د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې به د ترهګرو په ضد جنګ روان ساتلے شي۔