
واشنګټن ډی سی ۔28 اپرېل(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي چې پاكستان يو مهم پړاؤ ته رسېدلے دے چرته چې معيشت د بحالۍ او بدلون په لاره روان شوے دے٬ موجوده حكومت ستونزو سره مخ معيشت په لاس كښې واغست٬ بنيادي اډانه يۍ مستحكم كړه ٬ اعتماد يۍ بحال كړو او د پرمختګ عمل يۍ يو وارې بيا پېل كړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په هارورډ پوهنتون كښې ’’پاکستان کنفرنس 2025‘‘ ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان يو مهم پړاؤ ته رسېدلے دے چرته چې معيشت د بحالۍ او بدلون په لاره روان شوے دے۔ وفاقي وزير وويل موجوده حكومت ستونزو سره مخ معيشت په لاس كښې واغست٬ بنيادي اډانه يۍ مستحكم كړه ٬ اعتماد يۍ بحال كړو او د پرمختګ عمل يۍ يو وارې بيا پېل كړو۔وفاقي وزير ووئيل استحكام كوم منزل نه دے بلكې د پرمختګ ذريعه ده۔ ده په حكومتي تګلاره خبره كولو سره د مالیاتی نظم و ضبط، په ګرانۍ د قابو موندلو ٬ د توان ٬ ټېكس ٬ حكمرانۍ او د سركاري ادارو اصلاحاتو خاكه وړاندې كړه۔ ده په پاكستان كښې د پرمختګ په لويو موقعو او د ځوانانو آبادۍ په كاروباري جذبه رڼا واچوله۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان د قرض جي ډي پي څخه تناسب 75 فيصده څخه كمولو سره 67.2 فیصد كړے دے٬ په منځومانۍ موده كښې دا 60 فيصده څخه هم د زيات ټيټولو هدف دے۔ ده ووئيل خسارې سره د مخ سركاري ادارو سپېځلې نجكارۍ سره په جي ډي پي كښې د كلن 2 فيصد بچت متوقع دے۔ د خزانې وزير ووئيل پاكستان د مالياتي نظام لا مضبوطولو او لچكدار جوړولو عزم لري۔ ده په بنيادي اډانه او كركيله كښې د ماحولياتي مزاحمت شاملولو عزم پخلے وكړو۔ ده د آئی اېم اېف ریزیلینس اېنډ سسټېن اېبلېټی فېسلټی (RSF) او د ورلډ بېنک کنټری پارټنرشپ پروګرام (CPF) مهم سنګ ميل وګرځولو۔ د خزانې وفاقي وزير د ګردې نړۍ سرمايه كارانو او همكارانو ته د پاكستان د پرمختګ ٬ موقعو او د نه بېرته ګرځېدونكي بدلون په سفر كښې د شاملېدو بلنه وركړه۔ ده ووئيل په ګرانۍ كښې كمې اوس د 0.7 فیصد كچې ته راغلې او دا په 60 كلونو كښې تر ټولو زيات كمې دې۔ ده ووئيل د زر مبادله پنګې يو په دوه شوي دي٬ د روپۍ په قيمت كښې 23 فيصده اضافه شوې ده٬ په مارچ 2025 كښې کرنټ اکاؤنټ سرپلس يو ارب ډالر څخه زيات پاتے شو۔ په بهرنۍ سرمايه كارۍ كښې 44 فيصده اضافه وشوه٬ آئی ټی برآمدات كښې 24 فیصده اضافه وشوه۔ ده ووئيل تمه ده چې ترسيلات زر به 38 اربه ډالر ته ورسي٬ 24 كاله پس په اولني ځل مالیاتی سرپلس ترلاسه كړې شو۔ فچ (Fitch) د پاکستان کرېډټ رېټنګ “B-” مستحکم آؤټ لك سره اپ ګرېډ كړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې پاكستان كنفرنس په امريكا كښې هر كال كيږي په كوم كښې چې پالېسي جوړونكي ٬ د زده كړو پوهان ٬ كاروباري لارښود او زده كوؤنكي د پاكستان په معيشت ٬ سياست او سماجي حالاتو خبره كوي۔ د دستورې په پايه كښې د خزانې وزير ګډون كوؤنكو سره ملاقات وكړو او د پاكستان د معيشت سباؤن په اړه يۍ د هغوي د پوښتنو ځوابونه وركړو