
لاهور 27 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د پاكستان سکيورټي فورسز د افغانستان څخه د خوارجو د دراندازۍ هڅه شنډولو سره 54 خوارج وژلي دي٬ د هېواد د دښمنانو ټول سازشونه به ناكامه كوٶ٬ بهرنیو بادارانو خوارج پاکستان ته د ترهګرۍ لپاره رالیږلي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ محسن نقوي ووئيل مونږ لپاره لويه ورځ ده ځكه چې په شمالي وزيرستان كښې سکيورټي فورسز د افغانستان څخه د خوارجو د دراندازۍ هڅه شنډولو سره 54 خوارج وژلي دي٬ دوي ته په وخت د بريد اطلاع ترلاسه شوې وه او د دې نه وروسته دوي د ښه لائحې د لارې د دريو واړو اړخو ګېرولو سره خوارج ووژل٬ كومه چې تراوسه د ټولو نه زياته شمېره ده۔ ده ووئيل مونږ ته دا معلومات څو ورځې وړاندې راهسې وو چې دوي ته بهرني بادارانو زورنه وركوي چې زر تر زره پاكستان ته داخل شئ او د ترهګرۍ يو كاروائي ترسره كړۍ٬ د دې معلوماتو په بنياد په پولو نګراني او چېكنګ ټېنګ كړې شوې ٶ او په دې مهال دا خوارج وپېژندل شول۔ محسن نقوي د پاك پرورګار شكر ادا كولو سره ووئيل چې هند كله هم دا ډول قدم پورته كوي په يو ځائ كښې بند پاتې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د هند د منفي چالونو په اړه نړيواله ورورولي خبروٶ٬ ټولو ته معلومه ده چې ترهګرو ته فنډنګ څوك كوي، بېلا بېلو ښاريو څخه تر اوسه د ديسي ساخت اته مائن نيولي شوي دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كه هند پاكستان سره كوم ډول چېړچاړ وكړي نو مناسب ځواب به وركولې شي٬ په دې لړ كښې حكومت٬ پاك پوځ او ټول قام په يو پېج دے٬ د پاکستان په ضد سازشونه به شنډوٶ۔ ده ووېيل د پهلګام پېښې سپېځلې انكوائري كه يوه نيوټرل اداره كوي نو د پاكستان حكومت د دوي سره بشپړه مرستې له چمتو دے، مونږ په هند بېخي باور نه لرو۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل وژلې شوې خوارجو څخه په لويه كچه وسله او بارودي مواد برامد شوې دي، داسې برېښي لكه چې دوي پاكستان سره جنګ لپاره تيارۍ سره راروان وو۔ ده ووئيل څوك چې د پاكستان په ضد سازشونه كوي ھغوي لپاره معافي نشته٬ نه د پاكستان په آئين او نه په اسلام كښې دې لپاره د معافۍ ګنجائش شته۔