
سوات 27 اپرېل (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان چارو او د سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د خېبرپښتونخوا اولس خپل پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ پښتانه به د خپل وطن دفاع لپاره په وړومبي صف كښې ولاړ وي٬ د هند د سندھ طاس لوظنامې ختمولو بيان احمقانه دے٬ دا يوه نړيواله لوظنامه ده او دا په يو اړخيزه توګه نشي ختمېدې۔ ده دا خبرې په سوات كښې د پاكستان مسلم ليګ جلسے ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ انجينئر امير مقام ووئيل چې د هند د هرې دړكې او هر سازش بشپړه ځواب وركولو لپاره چمتو يو، د پاکستان مسلم ليګ (ن) قيادت تل په سياست د هېواد مفادو ته ترجيح وركړې ده۔ انجينئر امير مقام ووئيل په نننۍ جلسه كښې د زرګونو په شمېر ګډون ځائي قيادت ته پېرزوئنې وړاندې كوم ۔ په دې موقع يو شمېر كورنيو په پاکستان مسلم ليګ (ن) كښې د شموليت دوي ته او د دوي كورنيو له مباركي وركولو سره امير مقام ووئيل چې په پارټۍ كښې ستاسو د شاملېدو هركلے كوم۔ ده ووئيل د خېبرپښتونخوا اولس خپل پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ پښتانه به د خپل وطن دفاع لپاره په وړومبي صف كښې ولاړ وي