
اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري په شمالي وزيرستان كښې د افغانستان څخه د دراندازۍ په شنډولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د فتنه الخوارج ترهګرو په ضد په وخت كاروائي كولو سره د 54 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه كړې۔ ده ووئيل چې د پاكستان مېړني امنيتي ځواكونه د هېواد د پولو حفاظت لپاره هر وخت تيار دي۔ صدر مملکت ووئيل د ترهګرو لخوا دراندازي شنډول لويه كاميابي ده۔ صدر مملکت د ترهګرۍ بشپړه خاتمې او د هېواد د پولو حفاظت له د عزم پخلے وكړو