سكھ ياتريانو لپاره په پاكستان كښې د اسانيو پېدا كولو پرېكړه زمونږ خپله ده۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي سكھ ياتريانو لپاره په پاكستان كښې د اسانيو پېدا كولو پرېكړه زمونږ خپله ده٬ سکھ ياتري د پاکستان پرېښودو نيټې څخه استثني لري۔ د جمعې په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان ووئيل دا د افسوس وړ خبره ده چې هندۍ ميډيا د ثبوت او معتبر تحقيقات نه غېر په پاكستان تورونه لګوي او د جنونيت ماحول پېدا كوي۔ ده ووئيل د هندي ميډيا لخوا د تورونو لګولو طريقه د دوي پخوانے عادت دے دغسې چې ھغوي لكه د تل غوندې د خپل حكومت بې بنسټه اداعاګونو او بيانيې ته وده وركړې شي۔ ده ووئيل پاكستان ټولو دوست هېوادونو سره په تماس كښې دے دغسې چې خپل موقف په واضحه توګه ورسولې شي خو تراوسه د ثالثۍ هڅې نه دي شوې ۔ ده د قامي سلامتيا كمېټۍ د غونډې د پرېكړو تذكره كولو سره ووئيل په دې كښې د واهګه پولې بندول، د تجارت معطلي، فضائي حدود بندول، سفارتي اړيكو كښې كمے او د ويزو معطلي (سېوا د سكھ ياتريانو) شامله ده ۔ده ووئيل هند د سندھ طاس لوظنامې د يو اړخيزه معطل كولو اختيار نه لري