
اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان امر كړے چې په ټول هېواد كښې په موټرويز د زيارت سپيډ وهلو او په ايكسل لوډ پالېسۍ دې عمل باوري كړے شي ٬خلاف ورزي كوونكو لپاره دې زيرو ټالرنس پالېسي خپله كړی شي٬د كمرشل ګاډو لپاره په درېو مياشتو كښې د فټنس سرټيفكيټ او د ډرائيورز خاص تربيې لپاره دې بندوبست وكړے شي۔دا امر ده نېشنل هائي ويز اينډ موټروے پوليس هيډكوارټرز دورې په موقع اعلٰی كچ غونډه كښې وكړو ۔د مواصلات وفاقي وزير هدايت وكړو چې په موټرويز پېښو كښې كمے راوستلو لپاره به د 20 كاله څخه زياتو پخوانو ګاډو ته اجازه نه وركړې كيږي٬د ګاډو ټائرز لپاره به جلا سرټيفكيټ جاري كولې شي۔ده د موټرويز پوليس آئي جي ته په دې لړ كښې د كوټلې پالېسۍ جوړولو او په دې په سختۍ سره د عملدرآمد باوري كولو هدايت وكړو۔عبدالعليم خان ووئيل په موټروے په يو ځاے رامخې ته كېدونكې پیښې د اندېښنې وړ دي٬په اوورسپيډنګ د ايف آئي آر درج كولو مثبت اثرات رامخې ته شوي٬د بشري ځانونو حفاظت زمونږ وړومبې ترجيح ده او موټروے پوليس له د وړاندې څخه موجود معيار كښې لا ښه والے راوستل دي۔په غونډه كښې وفاقي وزير ته بريفنګ كښې د موټرويز پوليس آئي جي ووئيل د حفاظتي تار غلا كېدو تراوسه 53 ايف آئي آر درج كړے شوي او 36 ملزمانو څخه يو زر ميټره تار برآمد كړے شوے۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د نېشنل هائي ويز اينډ موټروے پوليس هيډكوارټرز ته په رسېدو هغه ته يوې چټك ډلې سلامي وكړه۔د مواصلات وفاقي سېكرټري٬د موټرويز آئي جيز او سينئر افسران هم د هغه هركلے وكړو او وفاقي وزير عبدالعليم خان د موټروے پوليس شهيدانو لپاره په جوړ كړي يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د خپلو فرائض په مهال شهادت ترلاسه كوونكو لپاره يې دعا وكړه۔د مواصلات وفاقي وزير د موټروے پوليس كنټرول روم څارنه هم وكړه او په هېلپ لائن د ګيلو اندراج او د لږ نه په لږ وخت كښې د دې ازالې په طريقه كار يې بريفنګ واخست۔وفاقي وزير عبدالعليم خان هدايت وكړو چې موټروے پوليس له د موجوده تقاضو له مخې په سوشل ميډيا هم خپل خذمات رامخې ته كول پكار دي۔وفاقي وزيرعبدالعليم خان په موټروے څو ورځې وړاندې د شهيد شوي انسپكټر منصور اصغر او نورو شهيدانو بخښنې لپاره فاتحه خواني او موټروے چارواكو ته ووئيل چې تاسو ټول تر ټولو وړومبے د خپلو ځانونو تحفظ مقدم اوساتئ او په موټرويز بېلو ځايونو داسې “شولډرز”جوړ كړئ چرته چې په هنګامي صورتحال كښې ګاډي ايسارولې شي