صدر مملكت آصف علي زرداري كوئټه كښې د چاودنې غندنه وكړه ٬ په ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري كوئټه كښې د چاودنې غندنه كولو سره په چاودنه كښې د 4 ايف سي ځوانانو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري كوئټه كښې د چاودنې غندنه وكړه او په چاودنه كښې يې د 4 ايف سي ځوانانو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔په خپل بيان كښې صدر مملكت شهيدو شوو د ايف سي ځوانانو ته د هېواد دفاع لپاره په خذمات پيرزوئنې وړاندې كړې ٬ ده د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د قوي عزم څرګندونې سره ووئېل ټول قام خپلو شهيدانو ته سلام كوي٬مونږ د دوي د قربانو اعتراف كوو۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ تر خاتمې به د ترهه ګرو په ضد كاروائۍ روانې وي۔دغسې صدر مملكت د شهيدانو لوړو درجو او د كورنيو لپاره د زغم دعا هم وكړه۔