هره ورځ د پمز روغتون په او پي ډي كښې د 7 زره او اېمرجنسي كښې د دوو زرو رنځورانو معائنه كېږي٬ د روغتون د اپ ګرېډېشن په منصوبه كار روان دے۔ د پمز ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر عمران سکندر اے پي پي سره مركه

اسلام آباد 25 اپرېل(اے پي پي) د پاکستان انسټيټيوټ آف ميډيکل سائنسز (پمز) ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر عمران سکندر وئيلي دي هره ورځ د پمز روغتون په او پي ډي كښې د 7 زره او اېمرجنسي كښې د دوو زرو رنځورانو معائنه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده اے پي پي سره خپلې خاص مركه كښې كړې۔ ډاکټر عمران سکندر ووئيل په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې دا روغتون په كال 1985 كښې جوړ شوے او دلته ګرد هېواد څخه اولس ته د صحت سهولتونه وركړے كېږي٬ په 1257 بېډز مشتمل روغتون كښې د سرجيکل او ميډيکل ټول سهولتونه شته ٬ ماشومانو لپاره خاص روغتون٬ کارډيك سنټر، د كور ماشوم سنټر او د برن سنټر پشمول نورې څانګې د صحت سهولتونه وركوي۔ ده ووئيل وخت سره سره د روغتون سټيټس بدلېږي٬ نن سبا دا د فيډرل ګورنمنټ اداره ده۔ ده ووئيل اولس ته ټول سهولتونه په ښه ډول وركولو له هڅې كوٶ٬ د خالي چوكۍ په حواله د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په پمز كښې په مجموعي توګه 4500 چوكۍ دي چې پكښې ډاکټرز، پيراميډيکل سټاف او سپورټ سټاف شامل دے٬ كله چې ما ذمه وارۍ پغاره واخستې نو 1400 چوكۍ خالي پرتې وې چې پكښې په 250 چوكو د ګرېډ 1 نه تر ګرېډ 15 ملازمان هائر كړے شوي او 130 چوكۍ به د فيډرل پبلک سروس کميشن له مخې هائر كېږي٬ دا ټول كسان په مېرټ اخستلے شوي۔ ده ووئيل مونږ روغتون لپاره د (جائيكا جاپان )په مرسته منصوبه تر سره كړې چرته چې كوچنيانو ته د درملنې اسانۍ وركړې كېږي٬ د سپيشلسټ د 130 نه زياتې چوكۍ د تکميل په پړاٶ كښې دي چې دا ډكې شي نو رنځورانو ته به په روغتون كښې هېڅ ستونزه ورمخې ته نه شي۔ ده ووئيل د ماښام او پي ډي هم پېل كړې شوې دغسې چې د سهار په وخت كښې ګڼه كمه كړې شي٬ موجوده حكومت د صحت مسئلو حل كولو ته پام لرنه كوي ۔ اوسني وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال په امر د دارو درملو سهولت د ښه كولو هڅې كوٶ په خاص توګه د سټاف موجودګي هم باوري كوٶ٬ په دې لړ كښې بائيو ميټرک سسټم پېل كړے شوے ۔ ده ووئيل د روغتون هېلپ لائن پېل شوے دغسې چې اولس د خپلو ستونزو نه مونږ خبر ساتي او د دوي مسئلې زر تر زره حل كړې شي۔ دې سره سره يو هيلپ ډيسک هم جوړ كړے شوے كوم چې د لرې نه راغلو رنځورانو ته ټول معلومات وركوي۔ ايګزيكټيو ډائرېكټر ووئيل لويه مسئله د رنځورانو د زياتوالي ده او دا مسئله به ډېره زر حل شي ٬ په دې لړ كښې فېډرل ګورنمنټ بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل پمز غټ اپ ګرېډېشن ته ضرورت لري ٬ په دې لړ كښې يو پي سي ون جوړ شوے كوم چې د منصوبه بندۍ وزارت كښې جمع كړے شوے٬ وفاقي وزير احسن اقبال يوه كمېټي جوړه كړې او وئيلې ئې دي چې دې لپاره پي سي ټو فزيبلټي سټډي وكړئ او بشپړ پلان جوړ كړئ د كومې منظوري ترلاسه شوې ده۔ ده ووئيل د وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال په امر د ټيلي ميډيسن په حواله به اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل ډائيلاسز سنټر لپاره 10 نوې مشينان، يو لفټ او د رنګ روغن كار د او جي ډي سي اېل په مرسته پېل كوٶ۔ د صحت سهولت پروګرام په حواله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا د بېلا بېلو صوبو پروګرام دے٬ په ځېنې صوبو كښې بند دے٬ په پمز كښې هم دا پروګرام بند كړے شوے خو آئي سي يو، کارډيك او ډائيلاسز سنټر كښې د دې سهولت وركړے كېږي٬ دا پروګرام د سټيټ لائف د لارې چلېږي۔ ده ووئيل په ګائني څانګه كښې هره ورځ 50 نوې كېسونه رجسټرډ كېږي٬ برن سنټر او د پلاسټک سرجري څانګه يو كړې شوې ۔ دا مهال په برن سنټر كښې دوه آپريشن تھيټر كار كوي او د دغې سنټر پراختيا زر پېل كېدونكې ده ځكه چې په ژمي كښې سوځېدلې رنځوران زيات شي مونږ هڅه كوٶ چې رنځورانو ته په هره څانګه كښې د صحت بهترين سهولتونه وركړې شي۔