د خزانې وفاقي وزير د آئي اېم اېف اعليٰ عهديدارو سره وليدل

واشنګټن 25 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په واشنګټن كښې د انټرنيشنل مانيټري فنډ (آئي ايم ايف) مېنځني ختيز او مېنځنۍ آسيا لپاره ډائريکټر جهاد اذور سره ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې د پاکستان معيشت او په جاري اصلاحاتي اقدامات تفصيلي خبرې وشوې۔ د خزانې وزير پاکستان لپاره د آئي اېم اېف د ملاتړ مننه وكړه٬ په خاص توګه د ايکسټينډډ فنډ فيسلټي (EFF) له مخې د وړومبي جاج او ريزيلينس اينډ سسټين ايبلټي فسيلټي (RSF) په نوي انتظام په لوظنامه خبرې وشوې۔ ده د دې خبرې پخلے وكړو چې د پاكستان حکومتِ په تېر يو نيم كال كښې ترلاسه معاشي كاميابۍ په ځائ ساتلو لپاره د پرمختګ په لاره روان دے او د كاميابو لا مستحكمولو له عزم لري۔ سينيټر اورنګزيب ووئيل نړيوالې کريډټ ريټنګ ايجنسۍ “فِچ” لخوا د پاكستان خپلواكه کريډټ ريټنګ كښې بهتري د دې خبرې ثبوت دے چې د پاكستان د اصلاحات په نړيواله كچه ستائنه كېږي۔