
واشنګټن 25 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په واشنګټن ډي سي كښې د ورلډ بېنك ډيجيټل ټرانفارمېشن لپاره نائب صدر سنګبو کم سره ليدلي دي ٬ په دې موقع پاكستان كښې جاري د ډيجيټلائزيشن په هلو ځلو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په ملاقات كښې د خزانې وزير د پاكستان حکومت د ډيجيټل پاکستان پاليسۍ لپاره د شوو اقداماتو نه خبر كړو٬ ده په خاص توګه د ټيکسيشن په نظام كښې اصلاحات او د فيډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) په بشپړه ډيجيټلائزيشن رڼا واچوله، چې پكښې په انساني وسائلو، طريقه کار او د ټيکنالوجۍ په امتزاج زور راوړلے شو۔ سينيټر اورنګزيب د بېلا بېلو سركاري ادارو ترمېنځه د موثره رابطو په اهميت هم زور رواړو دغسې چې د ډيجيټل ټرانسفارميشن عمل زيات اسان او موثر شي۔ ده نړيوال بېنك ته د پاكستان د كنټري پارټنرشپ پروګرام (CPF) په کامياب عملدار كښې د مرستې خواست وكړو٬ دغسې چې د ټيکنالوجي بهتر استعمال سره دا پروګرام موثر كړے شي۔ د خزانې وزير ورلډ بېنك سره د پاکستان ډيجيټل سفر كښې لارښودنه ترلاسه كولو كښې خوښي څرګنده كړه او د ضرورت له مخې د تګلارې بدلون لپاره د چمتو پاتې كېدو عزم ئې څرګند كړو ۔ په دې موقع وفاقي وزير د ورلډ بېنك ډيجيټل ټرانسفارميشن لپاره نائب صدر سنګبو کم ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔