
اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار هند چېلنج كړے دے چې كه ھغوي د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د ترسره شوي بريد كښې د پاکستان د لاس لرلو ثبوت لري نه وړاندې دې كړي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د قامي سلامتيا كمېټۍ د غونډې نه وروستو پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې كړې۔ په دې موقع د دفاع وزير خواجه آصف، د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ هم موجود وٶ۔ نائب وزيراعظم ووئيل د قامي سلامتيا كمېټۍ په غونډه كښې سياسي او عسكري مشرانو مهمې پرېكړې كړي۔ ده ووئيل هندي تورونه او پرېكړې غېر ذمه واره دي٬ د هند لخوا د سندھ طاس تړون معطل كولو يو اړخيزه اقدام نه قبلوٶ، هند داسې نشي كولې ځكه چې نړيوال بېنك د دې لوظنامې ثالث دے او د لوظنامې د يو اړخيزه معطل كولو شق په دغه كښې شامل نه دے۔ ده ووئيل په دې لوظنامه كښې كوم ډول خنډان ولاړول، د اوبو مخ اړول يا بندولو عمل د قامي سلامتيا كمېټۍ په اعلاميه كښې د جنګ اقدام ګرځولے شوے۔ ده ووئيل كه هند څه داسې كول غواړي نو چې كوم ضروري اقدام كول وي پاكستان به كوي۔ ده ووئيل د هندي حكومت رويه غېر ذمه واره ده٬ هند د شواهدو نه غېر تورونه لګوي۔ ده خبردارے وركړو چې د پاکستان د اوبو د جائز برخې لاره نيول يا د دې مخ اړولو هر ډول هڅې به پهپه طاقت سره ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل پاکستان د سندھ طاس معاهده په التوا كښې د ساتلو د هندي اعلان په سختۍ سره مسترد كولو او دا د جنګ مترادف ګرځولے دے۔ ده ووئيل پاکستان په جولائي 2025 كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د صدارت ذمه وارۍ پغاړه اخلي او مونږ به دغه پلېټ فارم سيمه ايز امن او د انصاف وكالت لپاره استعمالوٶ۔ ده ووئيل پاکستان دوست هېوادونه او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل مستقل غړي د صورتحال نه خبر كړې دي او سيمه ايزې سلامتيا او د ترهګرۍ په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قرارداد په مسوده كښې دوه بدلونونه تجويز كړي دي۔ نائب وزيراعظم ګڼ اړخيزه سفارتكاري او په نړيوال قانون د پاكستان په باور زور راوړلو سره ووئيل حکومت اولس او نړيوال شراكتدار به د سباون د پېشرفت نه خبرولې شي۔ نائب وزيراعظم ووئيل هند بيا بيا تورونه لګوي٬ كه په پهلګام كښې د پاکستان د ملوث كېدو ثبوت وي هند دې ھغه مونږ او نړۍ سره شيېر كړي۔ سينيټر اسحاق ډار په پرېس کنفرنس كښې د قامي سلامتيا د پرېكړو ذكر كولو سره ووئيل پاكستان د هند د اعلانونو ځواب وركړے دے۔