
اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي نواز شريف پاكستان اتومي قوت جوړ كړے٬هند د پهلګام په پېښه بغېر د ثبوت په پاكستان تورونه ع لګولو سره د غېر ذمه واري څرګندونه كړی٬كه هند د يرغل حماقت وكړو نو قام به د پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ وي او د هر ډول يرغل به بشپړ ځواب وركولې شي۔ده د زيارت په ورځ د سينئر خبريال حاجي نواز رضا د كتاب مخ كتنې دستورې ته خطاب كولو۔ده ووئيل د نواز شريف نامه “مرد آهن”يوه ښه هڅه ده او د نواز رضا دا پنځم كتاب دے په دې نواز رضا ته داد وركوو٬ ده ووئېل د صحافتي ذمه وارو سره سره قامي چارو كښې هم خپله بشپړه هڅه مهمه ده٬ په دې د ده لپاره لاس په دعا يو۔ده ووئيل نواز شريف كه چرې د مئي په 28مه نيټه په مړانه پريكړه نه وه كړه نو د هند جارحيت نور هم زياتېدو٬ 28مئي به سږ كال په لا ښه ډول لمانځو٬ ده ووئېل د پاكستان اتومي قوت جوړېدو ورځ په بشپړه توګه لمانځلو سره نړۍ ته دا پیغام وركوو چې پاكستان يو قوت دے٬په دې ورځ به زه د كشمير دوره كوم۔ده ووئيل پهلګام كښې د شوې پیښې تور بغېر د كوم ثبوت نه په پاكستان د افسوس وړ دے او دغې نه پس د هند يو اړخيزه اقدامات د غندنې وړ دي ۔امير مقام ووئيل هند تر جناح ايكسپرېس ترهه ګرۍ بريد كوم غندنه نه ده كړی٬پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي۔ده ووئيل د هېواد په سالميت قام په يو پېج دے٬د هر ډول يرغل به بشپړ ځواب وركولې شي۔