د نهه لكه پوځ په موجودګۍ كښې دا ډول پیښه رامخې ته كېدل ټوقه ده٬ پیښه د سياسي ګټې پورته كولو يا په كومه بهانه د پاكستان هدف ګرځولو ممكنات لري۔خواجه آصف

اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي په مقبوضه كشمير كښې د نهه لكه پوځ په موجودګۍ كښې دا ډول پیښه رامخې ته كېدل ټوقه ده٬ پیښه د سياسي ګټې پورته كولو يا په كومه بهانه د پاكستان ټارګټ كولو ممكنات لري٬بي ايل اے او افغانستان سره چې څه كيږي په دې كښې فټ او فنګر پرنټس د هند ښكاري٬د رياست په توګه هند امريكې او كانډا ته ترهه ګري ايكسپورټ كړې٬دواړو هېوادونو په دې احتجاج كړے تر دې چې كاناډا دوي سره سفارتي اړيكې د خطر سره مخ كړي ۔ده د زيارت په ورځ پي ټي وي هيډكوارټرز كښې د نائب وزيراعظم او وفاقي وزيرانو سره خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل نړيوالې وروورلۍ له هند كښې د شوې پیښې او د دې د تورونو نوټس اخستل پكار دي۔د نړۍ په تاريخ كښې مودي يوازنے حكمران دے په چا چې امريكې د ويزې بندېز لګولے٬د وزيراعلٰی په توګه هغه 2200 مسلمانان قتل كړي وو۔د نړۍ په كوم هم هېواد كښې سرټيفائيډ ترهه ګر نشته ۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د نهه لكه پوځ په موجودګۍ كښې دا ډول پیښه رامخې ته كېدلو په ممكنات هم غور كول پكار دي چې دا چرته لوبه خو نه ده٬دا ډول ډول كومه یپښه خو نه ده چې سياسي ګټه ترې پورته كول غواړي يا په كومه بهانه پاكستان هدف جوړول غواړي۔ده ووئيل مونږ د نړۍ په هره ګوټ كښې د تره ګرۍ د هر شكل غندنه كوو٬پاكستان يوازنے هېواد دے كوم چې د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات په نخښه شوے۔ده ووئيل د بي ايل اے او ټي ټي پي سپانسرډ او قيادت په هند كښې ناست دي او هغوي په پاكستان كښې د ترهه ګري مرسته كوي۔د دفاع وزير ووئيل بي ايل اے او افغانستان څخه چې څه كيږي په دې كښې فټ پرنټس او فنګر پرنټس د هند ښكاري ۔ده ووئيل پاكستان سره تر ټولو لويې او ژوندے ګواه كلبهويشن ياديو دے د كوم خوشې كولو لپاره چې د انصاف نړيوال عدالت كښې هند هڅې كولې٬ چې يو آفسر د پاكستان په حراست كښې دے۔ده ووئيل د تېرو دوو ورځو څخه چې كومه پراپيګنډا كيږي كه چرې هغې كوم بل شكل اختيار كړو نو د پاكستان وحدت به رامخې ته شي او هند ته به هم معلومه شي چې مونږ كوم ډول ځواب وركولې شوو۔