اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال سره پاکستان كښې د يونيسف استازي عبداللہ فاضل ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې د روغتيا په بېلا بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې٬ بهترۍ او په وده تفصيلي خبرې وشوې۔ عبداللہ فاضل په دې موقع وفاقي وزير د روغتيا په څانګه كښې د يونيسف د مهمو اقداماتو او روانو منصوبو نه خبر كړو۔ په ملاقات كښې په حفاظتي ټېكو٬ غذائيت٬ ډيجيټل هېلته او د هنګامي حالاتو مخنيوي لپاره د چمتووالي په مهمو چارو بحث وشو۔ دواړو ډلو روغتيا او د دې په څانګو كښې مرستې لا مستحكولو ته اتفاق وكړو۔