
اسلاآباد ۔24 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو وكشمير كښې د پهلګام پیښې غندنه كولو سره وئېلي دي په پاكستان د هند تورونه په بد نيتۍ اداڼه دي د كومو مقصد جې جمو وكشمير كښې د روانو هندي ظلمونو نه پام اخوا كول دي۔ د سېنېټ سېكرټريټ جاري بيان تر مخه پخپل د غندنې بيان كښې ده ووئېل د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو وكشمير كښې په پهلګام پیښه كښې په ځانې زيان ډېر خفه يم۔ په پاكستان د هند تورونه دروغ دي او بد نيتي ده۔ ده ووئېل هند د جمو وكشمير د ظلمونو نه د نړۍ پام اخوا كول غواړي ۔ ده ووئېل د هند د اړخه د سنده تاس لوظ نامې ځنډونه هم د غندلو ده۔ هندي اقدامات عمر له منطقه كښې امن له مينځه وړے ٬ نړيواله ورورلۍ دې د دغې نوټس واخلي۔