
اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) پاکستان انټرنيشنل ايئر لائن (پي آئي اے) حج كال 2025 لپاره د خپلو پروازونو شېډول جاري كړو چې له مخې به ئې نزدې 56,000 حج كوٶنكي د 280 پروازونو د لارې سعودي عرب ته به رسولې شي۔ د پي آئي اے وياند اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل د سركاري حج سكيم له مخئ به 20 زره حج كوونكي او د نجي حج ګروپ اپرېټرز له مخې به 36 زره حج كوٶنكي د پي آئي اے د لارې حجاز مقدس ته ځي ٬ پري حج اپرېشن به تر 29 اپرېل پېل كېږي او د جون تر وړومبۍ نيټې به جاري وي او پوسټ حج آپريشن به د 12م څخه د جولائي تر لسمې نيټې دوام لري او په دې مهال به نزدې 280 پروازونه چلولې شي۔ وياند ووئيل رود ټو مکه سهولت به سږ كال اسلام آباد او کراچۍ ايئرپورټس څخه ترلاسه وي ٬ پي آئي اے د حج كوٶنكو استوګنې٬ ټرانسپورټ او نورو سهولتونو باوري كولو لپاره جامع انتظامات كړي دي٬ وياند ووئيل په دې لړ كښې نورو معلوماتو لپاره اړوندو چارواكو سره رابطه كېدې شي۔