برسلز 23 اپرېل (اے پي پي)اروپائي ائتلاف٬بيلجيئم او لكسمبرګ كښې د پاكستان سفير رحيم حيات قرېشي د اروپائي ائتلاف هوم افيئرز ډپټي ډائرېكټر جنرل جوهانس لوچنر سره ملاقات كړے۔د پاكستان سفارتخانې ايكس پوسټ له مخې د ملاقات په مهال ده د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د مائيګريېشن اينډ موبلټي ډائيلاګ له مخې جاري په رابطو٬د ټيلنټ پارټنرشپ اقدام د لارې په قانوني لارو مرستې ته لا ودې وركولو په طريقو او نړيوال او سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه