
اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي د روايتي سسټم څخه په وړاندې تللو مونږ له يو منطقي٬ به ډيټا اډانه طريقه كار اختيارول پكار دي۔د پاور ډويژن وياند له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان توان څانګه كښې ډيجيټلائزېشن او آټوميشن په اړه د مرستې امكانات جاج اخستو لپاره د اوريكل سينئر استازو سره د ملاقات په مهال وكړه ۔د اوريكل پلاوي مشري مائيك بيلرډ٬وائس پريزيډنټ انډسټري سټريټجي وكړه ۔په ملاقات كښې د توان څانګې جديد كارۍ او ډيجيټل ټېكنالوجۍ څخه په استفاده كولو خبرې وشوې دغسې چې آپرېشنل كاركردګۍ كښې ښه والے ٬سپيځلتيا راشي او صارفين ته ښه آسانۍ وركړې شي۔په دې موقع وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري انفارمېشن ټېكنالوجۍ د تند رفتاره پرمختګ خپلولو په اهميت زور راوړو۔ده ووئيل نن په نړۍ كښې د آئي ټي صلاحيتونه په تندۍ سره زياتېږي٬د ډيجيټلائزېشن مقصد يوازې د سرماريه كارۍ واپسي باوري كول نه بلكې سپيځلتيا٬احتساب كښې ښه والے راوستل او كاركردګۍ ته وده وركول دي۔