د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د سارك چيمبر آف كامرس پلاوي ملاقات

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د سارك چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري سيكرټري جنرل ذوالفقار بټ په مشرۍ كښې يو پلاوي ملاقات كړے۔د وزارت لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د شورو په ورځ شوي ملاقات كښې د ويمن چيمبر چيئرپرسن حنا منصب او نوموړے صنعتكار زبير ملك هم شامل وو۔په ملاقات كښې په خاص توګه بنګله دېش سره تجارتي اړيكو قوي كولو په اړه هم د خيالاتو خرګندونه وشوه ۔پلاوي د تجارت وزير ته ووئېل د اختر نه پس به د پي سي سي آئي په مرسته يو لويې تجارتي پلاوې بنګله دېش ته ځي۔