اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي)د پارليمنان د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د چيئرمېن جنيد اكبر خان په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوندو سركاري ادارو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو ۔په غونډه كښې د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت 23-2022 او 24-2023 آډټ اعتراضات جاج واخستلے شو۔د اورسيز پاكستانيز وفاقي سېكرټري ډاكټر ارشد محمود ووئېل د وزارت زياتو خرڅونو سبب د ډالر بيعې زياتېدل او كميدل دي٬د دې له امله د ودانو په كريانو او ځينو نورو څيزونو كښې يوازې 6 فيصد څخه زياتې مصرف شوي۔پي اے سي دا دريځ تسليم كولو سره د آډټ اعتراضات ترسره كړل ۔آډټ چارواكو پي اے سي ته ووئيل اولډ ايج پنشن په مد كښې 2 ارب 70 كروړه څخه زيات پنشن داسې كسانو ته لېږلے شوے د چا چې په تاريخ پيدائش كښې فرق يا غلطي رامخې ته شوه۔ د سمندر پورې پاكستانيانو سيكرټري ووئيل د نادرا جوړېدو څخه وړاندې مونږ د څو ځايونو څخه ډيټا تصديق كوله۔اي او بي آئي چارواكو ووئيل زمونږ محكمه 1976 څخه جوړه ده او زمونږ اداره 1976 څخه قائم ده٬مونږ آډټ ريكارډ وركولو له چمتو يو۔د آډټ وينا ده چې د اي او بي آئي پنشن اخستونكو د پیدائش تاريخ د نادرا رېكارډ څخه مطابقت نه لري۔د پي اے سي چيئرمېن ووئيل دا 2025 دے٬ډېر څيزونه بدل شوي۔د وزارت چارواكو ووئيل په 8 لكه كښې يوازې 5 زره تاريخونو كښې د پېدائش فرق رامخې ته شوے ٬ په دې كښې 2400 كيسونه داسې دي كوم چې د نادړا جوړېدو نه پس راغلي۔پي اے سي هدايت وكړو چې په يوه مياشت كښې دا معامله حل كولو سره پي اے سي ته رپورټ وړاندې كړئ۔د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي سيكرټري ووئيل آډټ كوونكو د نادرا ريكارډ وړے ٬مونږ سره 6 قسمه ريكارډ موجود دے٬زمونږ سسټم د نادرا څخه زيات ښه دے٬آډټ لپاره يو يو كيس آډټ كولو لپاره چمتو يو