وزيراعظم مستونګ كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن په ډله د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف مستونګ كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن په ډله د ترهه ګرو د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي د بې ګناه وګړو ځان او مال ته زيان رسوونكې د انسانيت دښمن ترهه ګر به خپل انجام ته رسولے شي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په بريد كښې د پوليو ډلې په امنيت ولاړ ليويز اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه ۔ده د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه ۔وزيراعظم ووئيل د بې ګناه وګړو ځان او مال ته زيان رسوونكې د انسانيت دښمن ترهه ګر به خپل انجام ته رسولې شي٬دا ډول پیښې د پاكستان حكومت د هېواد څخه د پوليو بشپړه خاتمې عزم كښې هېڅ كمے نشي راوستلے٬اولس دې مايوسه كيږي نه٬خپلو ماشومانو ته دې د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركولو سره د هغوي سباؤن محفوظكړي٬ ده ووئېل د پوليو مخ نيوي كمپائن به په هر صورت روات ساتلے شي۔