د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني په كوئټه مستونګ كښې د پوليو ډلې په ليويز اهلكارو بريد وغندلو

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د بلوچستان صوبائي سرښار كوئټه په مستونګ سيمه كښې د پوليو ډلې په حفاظت په مامور ليويز اهلكارو د بريد غندنه كړې ده د كوم په نتيجه كښې چې يو اهلكار شهيد او يو ژوبل شوے ۔ د شورو په ورځ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې يوسف رضا ګېلاني شهيد اهلكار ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د ژوبل شوي زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ ده د شهيد كورنۍ سره هم د همدردۍ څرګندونه وكړه۔ ده زياته كړه چې دا ډول بزدلانه بريدونه زمونږ عزم كمزورے كولې نشي٬ ټول قام د پوليو خاتمې او امنيتي اهلكارو سره ولاړ دے۔