آبادۍ كښې د زياتوالي او د موسمیاتي بدلون غوندې لويو چیلنجونو مخ نيوي له د شخصي څانكې مرستې ته ضرورت دے ،محمد اورنګزیب

واشنګټن۔23اپریل (اے پي پي) د خزانې او محصولات وزير سینیټر محمد اورنګزیب وئېلي دي آبادۍ كښې زياتوالي او د موسمیاتي بدلون غوندې د لويو چیلنجونو مخ نيوي له د شخصي څانكې مرستې ته ضرورت دے، پاکستان كښې د غیر ملکي سرمایه کارۍ هر كلے كوو ۔ ده دا خبرې تېره ورځ امریکا كښې د پاکستان په سفارت كښې د ڼريوالو مالیاتي ادارو او د امریکی کارپوریټ لیډرز سره مهم ملاقات كښې وكړې۔ د خزانې وزير هغوي هېواد كښې د کلي معیشت استحکام او د حکومت د اړخه بېلو څانګو كښې د اصلاحات په حقله خبر كړل ۔ هغه هېواد كښې د غیر ملکي سرمایه کارو لپاره د شته موخو او د حکومت سرمایه کارو له د اسانيو وركولو ګامونو نه هم خبر كړل ۔ ده ووئېل شخصي څانګه د معیشت انجڼ دے ، د هېواد اقتصادي ترقۍ لپاره د شخصی څانګې کردار د اهمیت وړ دے ، شخصي څانګې له په دې لړ كښې فعاله کردار ادا کول غواړي۔ ده ووئېل آبادۍ كښې د زياتوالي او د موسمیاتي بدلون غوندې لويو چیلنجونو مخ نيوي له د شخصي څانكې مرستې ته ضرورت دے ۔په دې لړ كښې امریکا كښې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ ووئېل د 250 ملین غټ مارکیټ سره سره پاکستان په مينحنۍ اسیا، چین، مينځني ختيز او د افریقی هېواددونو په حقله د ګیټ وے کردار ادا کوي ۔ هغه د امریکې سرمایه کارو ته د هېواد انفارمیشن ټیکنالوجۍ ، معدنیات او كر كېلې په څانګو كښې د سرمایه کارۍ بلنه وركړه ۔ په دې مهال د جاز سي اي او عامر ابراهیم د حکومتي معاشي پالیسیو او د معیشت په استعداد د زړه بورې باور څرګندونه وكړه ۔ ملاقات کښې د امریکې کمپنۍ فلپ مورس هېواد كښې د لا سرمایه کارۍ عندیه هم وركړه ۔