
اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د اُړان پاکستان له مخې هېواد سرمايه كارو لپاره زړه راښكونكے منزل ګرځي٬ نجي سرمايه كارۍ سره به په برامدات كښې په زړه پورې زياتوالے ممكن شي ۔ د شورو په ورځ د پاكستان بحرېن سرمايه كارو غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل حكومت د قامي پرمختګ تاريخي سنګ ميل پلو ګامونه اغستې ٬ د “اُړانِ پاکستان” په نامه يو جامع او دورانديش منصوبه معارفي كړې شوې چې مقصد ئې هېواد په برامدات اډانه قوي معيشت بدلول دي، د دې منصوبې له مخې تر كال 2030 ترمختګ لپاره يو جامع روډ مېپ جوړ كړے شوے۔ ده ووئيل د صنعتي څانګې بحالۍ او پراختيا لپاره جامع اصلاحات معارفي كړے شوي۔ احسن اقبال ووئيل د اُړان پاکستان له مخې پاكستان سرمايه كارو لپاره زړه راښكونكے منزل جوړېږي٬ نجي سرمايه كارۍ سره برامدات كښې د خېرانۍ وړ اضافه ممكن ده۔ وفاقي وزير ووئيل په نړيوال ماركيټ كښې د پاكستاني مصنوعات زياتولو لپاره ايکسپورټ ډرائيو پېل كړے شوے٬ اداره جاتي اصلاحات٬ مستحكمه پاليسي او کاروباري شراکت داري د پرمختګ بنياد دے، برآمدات، صنعت او سرمايه کارۍ سره به پاكستان د معاشي خود كفالت په لار روانوو ، ده ووئېل 21مه پېړۍ د معيشت او ټيکنالوجۍ د صلاحيتونو ده٬ د قامونو د طاقت راز په قوي معيشت او معياري تعليمي نظام كښې دے٬ په سائنس او ټېكنالوجۍ كښې پېشرفت د پرمختګ كنجي ده۔