وزيراعظم محمد شهباز شريف د تركيه دوه ورځنۍ سركاري دورې بشپړیدو سره پاكستان ته راروان شو

انقره 23 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د تركيه دوه ورځنۍ سركاري دورې بشپړیدو سره پاكستان ته بيرته راروان شوے۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د تركيې دفاع وزير يشار ګيولر٬د پاكستان تركيه كلتور اېسوسي اېشن صدر برهان قاياترك٬په تركيه كښې د پاكستان سفير يوسف جنيد٬د تركيه حكومت اعلٰی چارواكو او انقره كښې د پاكستان سفارتكارو د انقرې په هوائي مېدان وزيراعظم او د پاكستان پلاوې رخصت كړو۔