
كراچي 22 اپرېل (اے پي پي) د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د كراچۍ واټر سپلائي پروژو نګرانۍ لپاره د جوړې كړی اعلٰی كچ كمېټۍ وړومبۍ غونډه د نهې په ورځ وشوه۔په غونډه ګښې د ښار درېو مهمو پروژو د پرمختيائي كار تندولو پريكړه وشوه كومو څخه چې كراچۍ كښې د اوبو كمې پخوانۍ مسئلې به حل شي۔احسن اقبال ښكاره كړه چې ټولې پروژې به په وخت بشپړولې شي او د دې فنډنګ به حقيقي پيشرفت سره مشروط وي دغسې چې هر قدم سپيځلے او د نتيجې وړ وي٬ ده ووئېل د سندھ حكومت ته هدايت شوے چې د K-IV منصوبې بشپړېدو نه پس به ټينكر مافيا خاتمه باوري كړې شي او اوبه به نيغ په نيغه تر وګړو كورونو ته ورسي۔مهمه خبره دا ده چې واټر ټريټمنټ او ري سائيكلنګ نظام هم د ټولو پروژو لازمي برخه ګرځولے شوے كوم څخه چې د كراچۍ ضائع كېدونكې اوبه بيا هم استعمالېدلې شي٬ دا يو داسې اقدام دے كوم چې ماحولياتي تحفظ او د اوبو تل پاتې استعمال پلو مهم پېشرفت دے۔وګړو دا اقدام خوشبينه ګرځولے دے۔