اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري او د روانډا خارجه وزير اوليور جے پي ندهونګيريهي د نهې په ورځ اسلام آباد كښې د روانډا هائي كمېشن پرانسته كړی ده ۔په دې موقع د افريقې هېوادونو سفارتكار هم موجود وو۔وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري ووئېل د هائي كمېشن جوړېدو څخه به دوه اړخيزه روابط لا قوي شي٬د روانډا او پاكستان ترمينځه سفارتي مرستې نوې باب پرانستلې شوے۔ د روانډا خارجه وزير ووئيل هائي كمېشن جوړیدل زمونږ سفارتي او اقتصادي روابط قوي كولو له د عزم څرګندونه ده٬روانډا او پاكستان دواړه پائيدار پرمختګ ٬ شريك احترام او خود انحصارۍ غوندې اصولو باندې باور لري۔ده ووئيل مونږ پاكستان سره د تجارت٬سرمايه كاري او جدت طرازي په څانګو كښې د شراكتدارۍ په طمعه يو۔