اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د روانډا د خارجه چارو او د نړيوالې مرستې وزير اوليورجے پي ندوهونګيرے د پاکستان دوره دوه اړخيزه روابطو له مهمه ګرځولو سره وئيلي دي دې سره به دواړو هېوادونو ته موقعې رامخې ته كولو له مرستې تر لاسه شي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په انسټي ټيوټ آف سټريټجک سټډيز اسلام آباد (آئي اېس اېس آئي) كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده د دواړو هېوادونو د هائي كمېشن د پرانستلو ذكر كولو سره ووئيل دې سره به دواړو هېوادونو ته نوو موقعو لټولو لپاره مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئيل په كال 1994 كښې په روانډا كښې د نسل كشۍ په مهال زيات خلق وژلي شوي خو هېواد د دغه ناوړه پېښه څخه رابهر شوے او د دغې نه وروستو هېواد ډېر پرمختګ كړے ٬ د روانډا سفارتي ارتقا مثالي ده كومه چې د خود انحصاري او د يو خپلواكه سفارتي رسنې سبب ده ۔ ده ووئيل هېواد جذبه لرونكې خارجه پاليسي خپله كړې او پرمختګ لپاره ئې معاشي موقعې رامخې ته كړي٬ په بېلا بېلو څانګو كښې سټريټجک سرمايه کاري كولو سره روانډا لويو پېښو لپاره نړيوال مركز او د سېلګرۍ يو ځانګړي مقام ته رسېدلے۔ ده ووئيل اصلاحات كاروبار لپاره ښه ماحول پېدا كولو له مرسته كړې ۔ ده ووئيل روانډا خود انحصاري پلو منتقل كېږي۔ ده ووئيل د روانډا مقصد تر كال 2035 د اعليٰ متوسط آمدن هېواد او تر كال 2050 د زيات امدن لرونكے هېواد جوړېدل دي۔ په انسټي ټيوټ آف سټريټجک سټډيز كښې د جے پي ندوهونګيرے خطاب د آئي اېس اېس آئي د “ليکچر سيريز” له مخې وشو او دا د پاكستان ”انګيج افريقه“ پاليسۍ ته ودې وركولو لپاره د آئي اېس اېس آئي د هلو ځلو برخه ده۔ په دې موقع د انسټي ټيوټ آف سټريټجک سټډيز اسلام آباد ډائريکټر جنرل سهيل محمود، ايډيشنل سيکرټري خارجه (افريقه) حامد اصغر خان او ډائريکټر سينټر فار افغانستان، مډل ايسټ اينډ افريقه آمنه خان هم وېنا وكړه ۔ په دستوره كښې د سفارتي کور غړي، سرکاري چارواكي، د تعليم پوهان ٬ زده كوٶنكو او د سول سوسائټۍ غړو سره سره د ميډيا نمائندګانو هم ګډون وكړو۔