د معين اختر تلين نن د نهې په ورځ ونمانځلے شو

اسلام آباد22 پرېل (اے پي پي) د مزاح بے تاجه بادشاه او د سوئېلي اسيا د عظيم فنكار معين اختر تلين نن د نهې په ورځ په 22 اپرېل ونمانځلے شو۔ نامتو معين اختر د كامېډي٬ اداكارۍ او كمپېرنګ بشمول د فنون لطيفه په هر مېدان كښې خپل ځان ښودلے ۔ معين اختر په 24 دسمبر 1950 كراچۍ كښې سترګې غړولې وې۔ هغه پخپل ژوند كښې وړومبے پرفارمنس د شېكسپئير د ناول نه ماخوذ اسټېج ډرامه “دي مرچنټ آف وينس ” كښې په ديارلس كله عمر كښې كړے ؤ ۔ او د فني كيرير رسمي پېل يې د پاكسان به وړومبۍ دفاع ورځ 1966 كښې كړے ؤ۔ معين اختر د فن اكېډيمې ګڼلے شو۔ ځكه چې فلم ٬ ټي وي ؤ كه بيا ستېج درامه هغه په هره څانګه كښې خپل صلحيتونه ښودلې وو۔ د هغه په نوم لرونكو ټي وي ډرامو كښې روزي ٬ انتظار فرمائے ٬ بند روډ سے كيماړي ٬ آنګن ټيړها ٬ يس سر نو سر او عيد ټرېن شاملې دي۔ دغسې معين اختر په 22 اپرېل 2011 د پانې دنيا نه سترګې پتې كړې وې۔