
اسلام آباد۔22اپریل (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ وئېلي دي پاکستان پیپلز پارټي د حکومت ملګرے ګوند دے ، د وزیراعظم شهباز شریف په سپارښتنه د اوبو په معامله د اتحادي ګوندونو سره په خاص توګه پاکستان پیپلز پارټي او د سندھ حکومت سره په تماس كښې يوو، د آئین او قانون تر مخه به دا معامله حل کولې شي ۔ د نهې په ورځ سېنېټ غونډه كښې ده ووئېل پي ټي آئي د تھرپارکر بشمول په هر ځائے ماتې خوړلې ده ، د پي ټي آئي طرز عمل افسوسناک دے، ده ووئېل د وزیراعظم شهباز شریف په سپارښتنه د اوبو په معامله د اتحادي ګوندونو سره په خاص توګه پاکستان پیپلز پارټي او د سندھ حکومت سره په تماس كښې يوو ، د وزیراعظم سلاحكار رانا ثناء اﷲ د سندھ حکومت سره رسمي رابطه كړې او دا پیغام يې ورسولے چې دا معامله به د آئین و قانون تر مخه حل کولې شي او ډېر زر په دې د ټولو په مشاورت كولو غور روان دے۔