اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) ګرد هېواد كښې د سرو زرو بيعه د 5,900 روپو زياتوالي سره يوه توله 3 لكه 63 زره 700 روپو ته رسېدلي ۔ د آل پاکستان جيمز اينډ جيولرز ايسوسي ايشن له مخې د نهې په ورځ د سرو زرو په توله كښې 5 زره 900 روپۍ اضافه رېكارډ شوه او دې نه وروستو د تولې په سر د سرو زرو بيعه 3 لكه 63 زره 700 روپو ته ورسېدله٬ د لس ګرامه بيعه 281,202 روپو نه 285,839 روپو ته رسېدلې ده ۔